TSDO یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او غیر انتفاعي ملي اداره ده چې په هلمند ولایت کې موقعیت لري او په کابل او کندهار کې ساحوي دفتروننه لري. دا اداره پدې موخه رامینځته شوي ده چې د یوه پرمختللي او مدرن افغانستان سره د مرستې، د مرستې رسولو د چارو خوندې کولو او د افغانستان د وګړو سره د بیلابیلو پروژو/پروګرامونو په واسطه ملاتړ وکړي تر څو پدې جنګ ځپلي هیواد کې سوله او ثبات رامینځته شي. TSDO د فعالیت وړتیا او تجربه لري چې د پیریدونکو لپاره د بشپړ تعلیم، مشورې، ټولنیز پرمختګ او مدیریتي خدمات د موجوده اوسیدونکو، دولتي چارواکو او تمویلوونکو ادارو سره د مستقیم همکارۍ له لارې وړاندې کوي.

TSDO د ۲۰۱۰م کال په دسمبر میاشت کې تاسیس شوه چې د بشپړې وړتیا او کافي ظرفیب درلودنکې ده چې د ۲۰۱۰ کال راهیسې د افغانستان ټولنیز پرمختګ لپاره خپلې اغیزمنې هڅې د پوهنې، مسلکي روزنې، ظرفیت لوړولو، سروې او څیړنه، عامه پوهاوي او مشغولیت، ساختماني، پرمختیايي فعالیتونه، روغتیا او کرنه، ګړندي اغیزې، وترنری او د اوبو شبکو طرحه کولو په برخو کې مخته وړي.  

X