دې ویډیو کي په دې پوهیږو چي کرونا وایرس څنګه زموږ پر وجود حمله کوي؟ او ب یا هلته کوم تغیرات راځي؟

واکسین څنګه کرونا وایرس ناکامه کوي، یا دا چي یو څوک څنګه له کرونا رغیږي؟

کوم واکسین ډیر ښه دی کوم یو باید و لګوو؟

په دې ټولو خبرو پوهیږو.

تاسو ټول په دې پوهیږي، چي کرونا نږدیوالي څخه را منځته کیږي، تر ټولو مهم د ملوث کس د خولې او پزي ذرې دي چي بل څوک اخته کوي.

ځکه نو د شاوخوا یوه میټر واټن سپارښتنه کیږي.

ګوری! کرونا وایرس چي دی دوې برخي لري، یوه برخه یې دلاندي راوتلی ذخي په ډل دي، دې ته سپایک پروډین وايي، تر ټولو مهم یې هم دا دی.

کچیري د وایرس سپایک پروټین لیري کړل سي، بیا نو د هیڅ نسي کوولای، بیا له کرونا هیڅوک نه بیریږي.

او بله برخه یې دننه کي دا پیچلی شکل دی، دې ته جینیټک مواد ویل کیږي.

دا زموږ وجود ته داخلیدو کي مرسته کوي او دا جینیټکه برخه خپل په ډول نور را منځته کوي.

نو که چیري یو وایرس هم راسي نو جینیټکه برخه د هغه څخه سلګونه زره نور او یا یو ملیارد نور را منځه کوي، هیڅ حد نه لري.

نو دا د نسل د زیاتوالي لپاره دی او دا برخه وجود ته ننوتلو کي مرسته کوي.

د کرونا وایسر دا سپایک پروټین چی دی، هغه تقریبا سږو کي ځان ننه ایستلای سي، او د وجود د نورو برخو له حجراتو یوې برخي څخه هم دننه نسي تلای.

د سږو حجرات خورا حساس دی، د سږو د حجروي غشا څخه هم نسي داخلیدای. حجروي غشا  ځیني معلوم توکي دننه پریږدي لکه وټامین، پروټین او نور.

کله چي یو نوی شی له دباندي ورته راسي نو د هغه لپاره دغه ریسپټر یا اخستونکي موجود دي.

د کرونا وایرس سپایک پروټین  پر دغه ریسپټر باندي موښلي، ددې لاري داخل ته ننوځي او خپل جینیټیک معلومات ورکوي.

او دا ویروس سیده سږو ته ځي ځکه د سږو جوړښت او حجزې خورا حساسي سي.

فکر وکړئ دا اوس سږی دی، دا رسپټر دی، کرونا راځي پر دې موښلي او همدا ریسپټر یې لاندي کشوي، همدا لوی مشکل جوړوی.

څنګه چي دا پر ریسپټر خوله لګوي، رسپټر یې په شکولو دننه ته بیايي.

دا له دې ځایه موښلي او دننه ځي.

دننه تر تګ وروسته ددې جینیټک جوړښت یا RNA زموږ وجود ننه ته ځي او هلته زموږ له DNA سره تفاهم کوي. یاني زموږ د سږو داخل ته ننوځي.

لکه دا سپایک پروټین ددې رسپسټر سره و مښتی او ددې لاري دننه ولاړی او هلته څه کوي، زموږ د جود nucleus  یا هسته چي ده هوښیار او ځیرکه نه ده.

دا ګڼي چي له ریسپټر څخه چي هر څوک را ننه سي هغه سم سړی وي او باور ورباندي کوي.

اوس نو دا کرونا سیده ځي له هستې څخه پوښتنه کوي چي د فوټو کاپي ماشین چیري دی، چيری دی د پوټو کافي هغه ماشین چي نوي شیان را منځته کوي.

زموږ په وجود کي د رایبوسو د پوټو کاپي ماشین کار کوي، دا ایبوسو په پرله پسې ډول پوټو کاپي کوي، د چيش د پروټین. په خورا تیزي سره د پروټینو د کاپي چار رایبوسو تر سره کوي.

دا فوټو کاپي ماشین یو مشکل لري، په په ده کي چي کوم کاغز پورت دي د د هغه پوټو کاپي باسي، دا نه ده ورته معلومه چي څه شي کاپي کوي.

اوس دا کرونا وایرس ریسپټر له لاري نیوکلیس ته راغلی هغه ورته وویل چي رایبوسو ته ورسه هغه کاپي کوي.

اوس نو دا کرونا وایرس څه کوي، فوټو کاپي ماشین ته ورځي، هلته چي د پروټینو کوم کاغز ایښی دی هغه لیري کوی د خپل جینیټیک موادو کاغز ورته ایږدي.

چي دلته ددې دننه دی، مانا د خپلي کورنۍ پوټو کاپي شروع کوي.

یو کرونا وایرس دننه تللی وو، مګر د رایبوسون په مرسته هغه په زرګونو خپلي کاپیاني و ایستلې، او همدا ډول په تیرزي سره په دوامداره ډول کرونا وایرس زموږ وجود کي را منځته کیږي.

اوس نو زموږ خپل وجود کرونا وایرس تولیدوي، فکر وکړئ، زموږ خپل سږي، زموږ خپل رایبوسوم چي تر پرونه یې د پروټینو کاپیاني ایستلې، ددې څخه یې پروټین لیري کړه او کرونا خپله  ار این اې ورته کښېښوده. او دی د هغه پوټو کاپي اخلي.

دې ته ریپلکیشن وايي په خورا تیزي سره دا پروسه تر سره کیږي.

وروسته نو  ټوله سږي له وایرسه ډک سي، دلته نو زموږ د وجود فاعي سیسټم ګوري چي دا څه بلا وي دي؟ دا له کومه دلته راغله.

ټوله دفاعي یا امون سیسټم حیرانیږي، هغه نه پوهیږي چي دا څوک دی، مګر دومره پوهیږي چي پردی شی وجود ته راغلی باید ووژل سي.

دفاعي سیستم په جنګ شروع کوي، کړشه کړشه کړشه وژني یې.

زموږ وجود په هیڅ نه وي خبر، موږ په ارامۍ ګرځو را ګرځو، مګر سږو کي مو جنګ روان وي.

زموږ دفاعي سیسټم چي دا وایرس کړش کړش کړش وژني نو هغه مهال زموږ تبه سي.

دا زموږ د وجود دفاعی میکانیزم دی چی کله هم وجود کي جنګ روان وي، نو تبه را پورته کیږي، څو له تودوخي له وجی کوچني موچني وایرسونه ووژل سي.

مګر دا وایرس مری نه ، وژني یې ختمیږي نه.

نو دلته هسته ورته وايي چي اې بې عقله دا په وژلو نه ختمیږي، دلته پوټو کاپي ماشین یې سر پر سر درته کاپي کوي. کمود لا نسي پکي راوستلای.

نو دی ورته وايي: چي اوس څه وکړم؟

نو نیوکلیس زموږ دفاعي سیسټم ته وايي: یو کار وکړچي انټي باډي جوړه کړه، ځکه چي دی باید له دننه را تلو څخه و ګرځول سي.

کله چي ننوځي نو بیا سر پر سر خپلي پوټو کاپیاني جوړوي، دی له دننه کیدو څخه و ګرځوه.

دی وای نو څه وکړم، ریسپټرونه بند کړم؟

دی وای: یایا وروره داسي مه کوه که دی دا بند کړ، دا سړی درمل و خوري هم نه داخلیږي.

یو کار وکړه دغه ختم کړه، دده دغه باندي برخه چی هر ډول کیږي له منځه یوسه.

نو د باندنۍ برخي هغه خوله اچوني مخه نیسي. ددې کار لپاره یوه انټي باډي وي، زموږ د وجود دفاعي سیسټم یو انټي باډي جوړوي.

دا انټي باډي ځي ددې پر خولو باندي موښلي.

و ګوری دلته راغله و مښته، دا دلته و موښته، دا دلته.

کله چي د هغه خولې انټي باډي بندي کړي نو هغه وایرس ریسپټر سره نسي یو ځای کیدای.

دا سپای پروټین چي زموږ د سږو له رسپټر سره یو ځای کیدی، کله چي وجود کي انټي باډی جوړه سي نو بیا دی دا کار نسي کولای.

په دې ډول د کرونا مخه نیول کیږي.

د چا وجود کي چي انټي باډي جوړیږي، هغه ځي د کرونا وایرس اسپایک پروټین خوله بند وي. چي خوله یې بنده کړي، نو هغه دننه نسي تلای .

مګر د دې کرونا وایرس په سر باندي ډیر زیات اسپایک پروټین وجود وي. نو انټي باډي هم باید په زیاته کچه را منځته وسي. بیا به نو دې ټولي خولې بندي کړي.

و ګورئ یو دوه درې څلور پنځه پنځه خولې یې بندي کړې، مګر دا برخه د یوه نه یو ځای سره یو ځای کیږي او ننوځي.

ځکه نو زموږ وجود کي باید زیاته انټي باډي را منځ ته سي.

و ګورئ دلته ښه ډیره انټي باډي را منځته سوې، دا و ګوره انټي باډي. چي د چا وجود کي هم ډيره انټي باډي جوړه سوه، چي مازي کرونا راسي، انټی باډی جوړه سي د کرونا وایرس خوله ور بنده کړي چپ. ته غواړې چي دننه ولاړه سې.

Leave A Comment

X